امريکا به نن د روسيې پر وړاندې غچ اخيستونکي اقدامات وکړي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امريکا به نن د روسيې پر وړاندي غچ اخيستونکي اقدامات وکړي چې د امريکا د ډموکرات ګوند د اېمېلونو په احتمالي افشا کې يې لاس درلود.

د امریکا استخباراتي اداره «سي. ای. اې» او نور په دې باور دي چې روسيې دا کار د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال وکړ څو د برياليتوب لپاره‌يې له ډونالد ټرمپ سره مرسته کړې وي.

د روېټرز او واشنګټن پوسټ په ګډون رسنیو د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې په دغو اقداماتو کې ښايي هدفي اقتصادي بنديزونه، د معلومو هککرانو قانوني تعقیب، د روسيې د ډیپلوماټانو محدودول او د روسي چارواکو په اړه د شرموونکو معلوماتو افشا شامل دي.

ځيني راپورونه وايي، تمه کېږي په دې اړه به دا اعلان نن پنجشنبه وشي.

چارواکو ويلي چې دا اقدامات به د روسيې د خپلو هک کولو له اقداماتو سره برابر وي چې داسې وضعیت رامنځته نه‌شي چې دا انټرنټي جګړه له کنټروله ووځي.

سره له دې چې د امریکا استخباراتي ادارې ډاډ څرګند کړی چې روسيې سايبري مداخله کړې خو بيا هم ډونالد ټرمپ په دې هکله شکمن دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې وروستیو کې ويلي چې د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې پر سر به امریکا د روسیې پر ضد اقدامات وکړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا د امریکا د غچ اخيستلو د راپورونو به اړه ويلي چې روسيه به د سپینې ماڼۍ له‌خوا هر ډول اقداماتو ته همغسي ځواب ووايي.