د کندز د اهل هنودو مشر نامعلومو وسله‌والو وواژه

نن سهار په کندز کې د دغه ولایت د اهل هنودو مشر لالا دلسوز د نا معلومو وسله‎والو له لوري ووژل شو.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، لالا دلسوز چې په کندز کې یوناني طبابت کاوه نن سهار د کندز ښار د حاجي ګلستان حمام په کوڅه کې ووژل شو.

د ښاغلي دانش په خبره امنیتي ځواکونو د دغې قضیې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

په ورته وخت کې په یو بل امنیتي خبر کې راغلي چې په جوزجان کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان له طالبانو سره یوځای شوی.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبد الحفیظ خاشي ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي پوستې دغه قوماندان د منګوټي په سیمه کې له اوو نورو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.