نورزی: ارزګان کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۲۳ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نورزي د پنجشنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري د ترینکوټ په کبوترخانه سیمه کې عملیات ترسره شوي چې په نتیجه کې يې د درې قومندانانو په ګډون ۲۳ تنه طالب وسله‎وال وژلي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې د عملیاتو پر مهال د وسله‎والو طالبانو دوه عرادې موټرونه او یو شمېر سپکې او درنې وسلې د هوايي ځواکونو په مرسته له‌منځه وړل شوي په وینا يې چې د کبوترخانې ځیني سیمې هم امنیتي ځواکونو نیولي او عملیات اوس هم په یاده سیمه کې روان دي.

ښاغلي نورزي همداراز وویل چې د عملیاتو پر مهال درې پولیس وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په جنوب کې د ۴۰۴ میوند زون قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقيزوی د امنیتي ځواکونو د وضعیت ارزونې په هدف دغه ولایت ته سفر کړی و.