روسیه: که امریکا نوي بندیزونه ولګوي غچ به واخلو

روسیې خبرداری ورکړ که امریکا پر دغه هېواد نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي، انتقام به واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د چهارشنبې په ورځ وویل، که واشنګټن د دښمنۍ نوي ګامونه واخیستل، نو ځواب به ترلاسه کړي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام ویلي دي د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د سایبر بریدونو له امله به پر روسیې او ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت بندیزونه ولګول شي.

شک کېږي چې روسیې د نومبر په میاشت کې د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې انټرنټي بریدونه کړي دي.

ماریا زخارووا وویل، موږ نور د روسیې د هکرانو د درواغو خبرونو ستړي کړي یو.