شمس: دکاپي رایټ قانون سرغړونکي به عدلي ارګانونو ته معرفي شي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هر څوک چې د کاپي رایټ له قانون څخه سر غړونه وکړي، عدليي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

د دغه وزارت اداري مرستیال زردشت شمس نن ازادي راډیو ته وویل د کاپي رایټ د قانون د ښه تطبیق په هدف له یوشمېر دولتي ادارو سره تفاهم لیکونه لاسلیک شوي.

دغه تفاهم لیکونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د مالیې، کورنیو چارو وزارتونو او د لوی څارنوالۍ ادارې ترمنځ لاسلیک شول.

د کاپي رایټ قانون په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د ملي شورا لخوا تصویب او په روان کال کې نافذ شو.

دا په داسې حال کې ده چی یو شمېر رسنۍ او انټرنیټي پاڼې له نورو خبري رسنیو څخه خبرونه او راپورونه کاپي کوي او له منبع او کوډ پرته یې خپروي.