د جاپن صدراعظم د امریکا ولسمشر سره ولیدل

د جاپن صدراعظم شینزو ابي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد په سمندري پوځي اډې پیرل هاربرکې سره ولیدل.

په دغه مرکز کې د وینا پر مهال وویل:

"موږ باید د جګړې وحشت بیا تکرار نه‎کړو او دا هغه ژمنه ده چې د جاپان خلکو کړې ده."

۷۵ کاله دمخه جاپاني ځواکونو پر دغه پوځي مرکز ناڅاپي برید کړی وو چې په دې توګه یې دوهمې نړیوالې جګړې ته امریکا ورښکیله کړه.

په هغه برید کې څه باندې۲۰۰۰ امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

له لسیزو وروسته شنزو ابي د جاپان لومړنی صدراعظم دی چې دغه پوځي مرکز ته ورځي.

نوموړي پردغه امریکایي مرکز د خپلو ځواکونو د برید له کبله بخښنه ونه غوښتله، خو د هغې پېښې قربانیانو ته یې دعا وکړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دغه مرکز ته د جاپان د صدراعظم ورتګ یو تاریخی ګام وباله او ویې ویل چې د جګړې ان ډېر ژور ټپونه هم کولای شي د تل پاتې سولې او دوستۍ ته لار هواره کړي.

اوباما زیاتوي:

"نن د امریکا متحده ایالاتو او جاپان تر منځ ائتلاف، یوازې د ګډو ګټو پر اساس نه دي بلکه ګډې ریښې او ارزښتونه هم لري. دا ائتلاف په ټوله نړۍ کې د پرمختګ لپاره یو قوت او د سولې او ثبات لپاره یوه بېلګه ده. موږ په ښو او بدو وختونو کې د یو بل ترڅنګ یو."

بارک اوباما تېر کال د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه هیروشیما ته ورغلی وو.

هلته په ۱۹۴۵ کال کې امریکا اټمي بم غورځولی و او لسګونه زره کسان په‎کې ووژل شول.

متحده ایالاتو د ترکيې د ولسمشر دا خبره چې وايي لویدیځ ائتلاف په سوریه کې له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، د خندا وړ بللې ده.