د امریکا منتخب ولسمشر پر ملګرو ملتونو انتقاد کړی دی او وایي چې څه باندې درې اوونۍ وروسته به د واشنګټن اړیکې له ملګرو ملتونو سره بل رنګ وي.
As to the U.N., things will be different after Jan. 20th.
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 23, 2016
ډونالد ټرمپ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا رأیه ورکړه او په ختیځ بیتالمقدس او لوېدیځه غاړه کې یې د اسرائیلو له لوري د مېشت ځایونو جوړېدل وغندل.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې له هغو هېوادونو سره به اړیکې څه ناڅه سړې کړي چې د مېشت ځایونو له جوړېدو سرهیې په امنیت شورا کې مخالفت کړی دی.
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی دی چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو له چارواکو غوښتي دي چې هغو هېوادونو ته سفر وکړي چې په امنیت شورا کې یې د اسرائیل پر ضد رأیه کارولې ده.
په همدې اړه د امریکا منتخب ولسمشر د دوشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې ملګري ملتونه ډېر امکانات لري، خو له بده مرغه دغه سازمان په داسې کلب بدل شوی دی چې خلک پهکې راغونډېږي، خبرې کوي او ښه وخت پهکې تېروي.
The United Nations has such great potential but right now it is just a club for people to get together, talk and have a good time. So sad!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 26, 2016
د جمعې په ورځ ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې له ملګرو ملتونو سره به د جنوري تر شلمې وروسته روابط د اوس په څېر نهوي.
ټرمپ: اسائیل به د ښارګوټي جوړولو پلان عملي کړي
ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په شلمه ډونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
ټرمپ د ډسمبر په میاشت کې ویلي و چې د اسرائیل او فلسطین د پېښې په اړه طبیعي نظر لري، خو د ټرمپ له تازه څرګندونو د اسوشیټېډ پرېس اژانس په وینا داسې ښکاري چې دی اوس اسرائیل پلوه دی.
پر ملګرو ملتونو مخکې هم د لوېدیځ ځینو حکومتونو انتقادونه کړي دي چې کارونهیې اغېزمن نهدي، خو د ۱۹۳ مخ پر وده هېوادونه دغه سازمان ته په دې سترګه ګوري چې د شتمنو هېوادونو تر اغېزو لاندې دی.