نن سې شنبه مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

ټاکل شوې ده نن د روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په مسکو کې په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت هېڅ استازی ګډون نه‎لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان په اړه د افغانستان د استازي له موجودیت پرته دا ډول غونډې د اندېښنې وړ بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، دا ډول غونډې مثبتې نتیجې نه‎لري.

دی زیاتوي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د دې غونډې په هدف کې شته ابهام او په دې برخه کې د افغانستان سره د همغږۍ نشتوالی، د اندېښنې وړ بولي او له اړوند لورو توضیحات غواړي."

تر اوسه پورې د مسکو د نننۍ غونډې اجنډا روښانه شوې نه‌ده، خو یو شمېر سرچینو ویلي، د روسيې، چین او پاکستان په دې درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان په اوسني وضعیت او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وشي.