مسؤلین: ارزګان کې د یوه قوماندان په ګډون ۵ طالبان وژل شوي

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي چې ارزګان کې د یوه قوماندان په ګډون ۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د عامه اړیکو مسؤل محمد صادق نن ازادي راډیو ته وویل چې د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې د وسله‎والو طالبانو د یو مهم قوماندان ملالعل محمد په ګډون ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې وسله‎والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود خو خپل هدف ته ونه رسېدل.

دا په داسې کي ده چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت په ۸ ولایتونو کې د نویو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی.