افغانستان-ازبکستان ګډه اقتصادي غونډه به ډېرې ستونزې هوارې کړي

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا، یو بل ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرول، د افغانستان پراختیايي پروژو ته د ازبکستان د پانګه‎والو د پانګو جلبول، په ازبکستان کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې اسانول او داسې نور، د افغانستان او ازبکستان د ګډې اقتصادي غونډې مهمې موضوع‎ګانې دي.

د فواید عامې وزارت چارواکي هیله ښيي چې د دغې اقتصادي ګډې غونډې پرېکړې به د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ ډېرې ستونزې اوارې کړي.

د دې وزارت ویاند مهدي روحاني ازادي راډیو ته وویل:

"ټاکل شوې په دغه دوه ورځنیو مذاکراتو کې په اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ، برېښنا او د سړکونو او د اورګاډي پټلۍ په تخنیکي همکاریو او داسې نورو موافقې وشي. همدارنګه به پر هغو ټولو ستونزو چې زموږ سوداګر يې لري، خبرې وشي. څو افغان سوداګر وکړای شي په اسانۍ سره، د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه وکړي او خپل مالونه ولېږدوي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د روان لمریز کال په لومړیو کې د ټرانزیټ، انرژۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ برخه کې یو لړ تړونونه لاسلیک شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو زارت دا هم ویلي چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ په دې هم توافق شوی چې ازبکستان به د هرات او حیرتانو تر منځ د اوسپنې د پټلۍ او همدارنګه له مزاره تر هرات پورې د حلقوي سړک په سروې کې مرسته کوي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د شویو تړونونو له لاسلیک کېدو سره-سره، افغان سوداګر په هغه هېواد کې له یو لړ ستونزو سره مخ وو، خو هیله ده چې په دې غونډه کې د شته ستونزو هواري ته تدابیر ونیول شي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو د خونې ویاند صیام الدین پسرلي

د دې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل:

"د خصوصي سکټور ټولې هغه ستونزې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ وې، هلته به مطرح او د مقابل لوري څخه به ډاډ ترلاسه کېږي. له پاکستانه وروسته خصوصي سکټور په ازبکستان کې له ستونزو سره مخ و، زموږ مالونه روسيې ته نه‌شول تللی، په دې کنفرانس کې به د دې ستونزې پر حل خبرې وشي او اراده شته چې دا ستونزې حل شي."

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحد‎یار ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ګډې اقتصادي غونډې جوړېدل وستایل او ويې‌ویل، هر څومره چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریز او ټرانزیټي اړیکې ټینګې او پراخې کړي، د هېواد په ګټه دي.