ملي امنیت کابل کې د وسله‌والو غلو ۵ کسیزه ډله نیولې

د افغانستان ملي امنیت په کابل ښار کې د وسله والو غلو یوه ډله نيولې ده.

د دغه ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابل ښار کې يې هغه پنځه کسیزه وسله واله ډله نيولې چې د امنيتي ځواکونو او څارنوالۍ له نوم څخه په ګټې اخيستو يې غلاوې کولې.

د دې رياست د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د امین اباد په سېمه کې نیول شوې دي.

ملي امنیت وایي هغه کسان چې د افغان امنیتي ځواکونو له نامه او جامو ناوړه ګټه اخلي له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.