ځواک: د هلمند د امنیت امر پر موټر انتحاري حمله شوې

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د امنیت د امر پر موټر انتحاري حمله شوې ده.

د دغه ولایت د والي وياند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه برید نن دوشنبې تر غرمې مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل چې د دغه برید په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

ځواک زیاته کړه په دې برید کې د امنیت امرسمونوال ګلي خان ته زیان نه دی رسېدلی.

تراوسه د برید مسؤلیت هم کومې ډلې نه دی منلی.