سپین غر غیر رسمي ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیاتو غوښتنه

د ننګرهار د سپين غر غير رسمي ولسوالۍ قومي مخورو په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف د عملياتو غوښتنه وکړه.

دغو مخورو پرون يکشنبه د ننګرهار له والي محمد ګلاب منګل او نورو ولايتي چارواکو سره په کتنه کې دا غوښتنه مطرح کړه.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي ازادي راډيو ته وايي، د سپين غر قومي مخورو ژمنه وکړه چې د ولسوالۍ د امن په ټينګښت کې به له دولت سره همکاري کوي.

په دې کتنه کې د سپين غر ولسوالۍ د رسمي کېدو پر امکاناتو هم خبرې وشوې.

د ننګرهار چارواکي وايي، په دې ولسوالۍ کې دوه لکه کسان ژوند کوي.