سرابي: د سولې شورا د ولایتي کمېټو کارونه ځنډول شوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د دغې شورا د ولایتي کمېټو کارونه ځڼدول شوي دي.

د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي نن ازادي راډیو ته که څه هم د ځنډېدا علت څرګند نه‌کړ، خو ویې‌ویل چې دا یوه حساسه موضوع ده.

اغلې سرابي وايي:

"له بده مرغه د ولایتي کمېتې کارونه ځنډېدلي چې دا لویه معضله ده، ځکه چې ښځو په ولایتي کمېټو کې ونډه درلوده، موږ اوس د ولایتي کمېټو په کچه د ښځو فعال حضور نه‌لرو."

سرابي د ولایتي کمېټو د کار ځنډېدل یوه ستونزه وبلله.

بل‌خوا د ښځو او ماشومانو څېړنیز بنسټ د افغانستان په سوله کې د ښځو پر رول ټینګار کوي.