کندز کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۳ طالبان وژل شوي 

د کندز امنیتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله‌وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کندز د ۲۰مې پامیر فرقې ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته وویل د پامیر یو په نوم ژمني عملیات تېره شپه د کندز ښار اړوند د بُز کندهاري او حضرت سلطان په سیمو کې شوي دي.

د ښاغلي کریمي په خبره، دا مهال هم په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو مخالفینو تر منځ عملیات روان دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.