رادمنش: راتلونکی کال به له امنیتي پلوه ښه وي

د افغانستان دفاع وزارت تینګار کوي چې راتلونکي کال به له امنیتي پلوه یو ښه کال وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل روان کال په جګړو کې وسله‌والو طالبانو او داعش جنګیالیو ته درانه تلفات اوښتي او راتلونکی کال‌یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"دښمن له ټولو فعالیتونو او له بهره تمویل سره سره بیا هم ونه‌توانېد چې لاسته راړونې ولري، هڅه کوو څو راتلونکی کال د افغانانو لپاره د سولې او وخوشحالۍ کال کړو."

ښاغلی رادمنش وايي دا مهال د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف په اتو ولایتونو کې پراخ تصفیوي عملیات روان دي.