تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان اقتصادي غونډه جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې سبا په تاشکند کې د افغانستان او ازبکستان ګډه اقتصادي غونده پرانیستل کېږي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې د افغان ولسمشر په اقتصادي چارو کې د فوق‌العاده استازي په ګډون یو شل کسیز پلاوی ګډون کوي.

د افغانستان او ازبکستان په ګډه اقتصادي غونډه کې د ترانزیتي ستونزو، سوداګرۍ او برېښنا په برخه کې خبرې کېږي.

دغه غونډه د ډسمبر په ۲۶مه پیلېږي او دوه ورځې دوام کوي.