علمیار: پکتیا د کورنیو تولیداتو لپاره صنعتي پارک نه‌لري

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې خصوصي سکټور د کورنیو تولیداتو لپاره صعنتي پارک نه‌لري.

د دغې خونې مشر نصیر عالمیار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پکتیا ولایت کې څه باندې زر جریبه ځمکه د صعنتي پارک لپاره ځانګړې شوې، خو د بنسټ ډبره‌یې نه‌ده کېښودل شوې.

عالمیار د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مسؤلینو څخه غواړي څو په پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل کړي.

ښاغلی عالمیار وايي چې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ افغان سوداګرو په صعنتي پارک کې د فعالیت لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د تقاضا له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړېږي او لازمه ده چې د پکتیا صنعتکاران د سوداګرۍ او صنایعو ریاست ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري.