عظیمي: د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ مذاکرات روان دي

د افغانستان د جمهوري ریاست او بلخ د سرپرست عطا محمد نور ترمنځ لاهم خبرې روانې دي.

عطا محمد نور ته نږدې کس او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه مذاکرات د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د ځینو غړو د اندېښنو په خاطر له ځنډ سره مخ شوي خو درول شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر غړیو د دغو خبرو اتو په اړه شک ښودلی.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.