امریکا کریسمس کې د تروریستي حملو په اړه خبرداری ورکړی 

امریکايي چارواکو د کریسمس د رخصتیو د پیل پر مهال په کور دننه او بهر د تروریستي حملو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په مصر او اردن کې د اسلامپالو افراطیانو له خوا په خلکو د حملو او په ځانګړې توګه د غربیانو د هدف ګرځولو په اړه خبرداری ورکړی خو خپلو اتباعو ته یې په کور دننه هم سپارښتنه کړې چې د کریسمس یا د حضرت عیسی د زوکړې په مناسبت د عیسویانو د اختر او نوي کال په درشل کې د رخصتیو پر وخت دې په ځان پام ولري.

اخوا د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې «اف. بي. ای» ویلي چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو په امریکا متحده ایالتونو کې د ځینو کلیساوو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی او باید امنیتي ځواکونه او عام خلک د دغه ګواښ په خاطر جدي پام ولري.

د دې ادارې ویاند اندریو اېمس زیاته کړې چې اسلامي دولت جنګیالیو د هغو کلیساوو لیسټ په برلین کې د یوه موټر په واسطه د خلکو د وهلو تر خونړۍ حملې وروسته په ټولنیزو شبکو کې خپور کړی دی.

د برلین په پېښه کې چې عامل یې پرون په ایټالیا کې ووژل شو ۱۲ تنه ووژل شول.