کندز کې د ICRC کمېټې د تښتول شوي کس د خوشې کولو هڅې روانې دي

د کندز چارواکي وايي د سره صليب نړيوالې کمېټې د تښتول شوي هسپانوي کارکوونکي د ژغورنې لپاره د دوى هڅې لا هم روانې دي.

د کندوز چارواکو د دوشنبې په ورځ په علي اباد ولسوالۍ کې د دغې کمېټې د يوه بهرني کارکوونکي تښتول کېدل تاييد کړل.

د کندز د والي وياند سيد محمود دانش وايي، د دوى هڅې تېزې شوې دي:

"محلي حکومت او امنيتي ځواکونه جدي هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې په استفاده دغه بهرنى خوشې کړي."

د سره صليب نړيوالې کمېټې هم د خپل يوه کارکوونکي د تښتول کېدو خبر تائيد کړى، خو د هغه د هويت په اړه يې زيات جزئيات نه دي ورکړي.

د کندز د والي وياند وايي، نه پوهېږي د دې کمېټې د کارکوونکي تښتوونکي څوک دي او تر اوسه دوى خپلې غوښتنې هم نه دي مطرح کړي.