په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قل اردو چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې روان پوځي عملیات په بریالیتوب سره پر مخ ځي.
د ۲۰۵ اتل قل اردو د څلورمې پلې لوا قومندان غلام حضرت کاکړ ازادي راډیو ته وویل، له ترینکوټ او ځینو ولسوالیو څخه يې د دولت وسله وال مخالفین پر شاه تمبولي او پلان لري چې د ترینکوټ د امنیت په خاطر د ښار شاوخوا پوځي اډې جوړې کړي.
په همدې حال کې د ارزګان د ولایتي شورا غړي محمد کریم کریمي ازادي راډیو ته وویل، په دې ولایت کې روانې ناامنۍ ډېرو کورنیو ته ستونزې پیدا کړي او دا مهال عاجلو خوراکي او نورو اړینو مرستو ته اړتیا لري.