غني: له یو میلیون زیات کډوال په بېړني ډول کورونو ته اړتیا لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له یو میلیون څخه زیات راستانه شوي کډوال په بېړني ډول کورونو ته اړتیا لري.

ښاغلي غني نن په کابل کې د ښار او کور جوړونې وزارت له خدمتونو څخه د مننې په غونډه کې وویل:

"له یو میلیون څخه زموږ هېوادوال بېرته راستانه شوي د دوی بېړنۍ اړتیا د اوسېدو کورونه دي."

ښاغلي غني زیاته کړه، له ژمنې سره سم به زرګونه کورونه جوړوي او دوی به ټول په کې ځای پر ځای کېږي.

له دې وړاندې هم افغان حکومت تازه راستانه شویو کډوالو ته په یو شمېر ولایتونو کې ښارګوټي پرانیستي.