ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازي پر کور حمله کې ۸ تنه ووژل شول

د کابل په خوشحال خان سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي معلم میرولي پر کور د چهارشپې په ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې درې تنو وسله‎والو برید وکړ او د ولسي جرګې د دغه غړي په ګډون‌یې ١۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه برید کې د معلم ميرولي د کورنۍ د غړو په ګډون ٨ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

ښاغلی مجاهد وايي چې له برید سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له وسله‌‎والو حمله کوونکو سره‌یې نښته پیل کړه چې د ټولو برید کوونکو په وژلو سره جکړه د پنجشنبې په سهار درې بجې پای ته ورسېده.

نوموړی وايي:

"تېره شپه شپږ بجې درې تنه ترورېستانو د ولسي جرګې د یوه غړي معلم میرولي پر کور برید وکړ چې د برید په پایله کې ۸ تنه ووژل شول او شپږ تنه ټپیان شول."

ښاغلی مجاهد زیاتوي، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د دغې حملې پر مهال ۱۸ تنه ملکیان هم وژغوري.

په دغه برید کې د ښاغلي میرولي او د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان حاجي ویس په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي.

هاخوا د ښاغلي میرولي د کورنۍ غړي وايي، حمله هغه وخت وشوه چې د هلمند د خلکو استازی معلم میرولي د خپلو مېلمنو سره ناست وو.

د معلم میرولي د کورنۍ غړی حاجي انور هم وايي چې په وژل شویو کې د معلم ميرولي دوه لمسیان، یو یې وراره، دوه‌یې ساتونکي، دوه عام وګړي او ولسي جرګه کې د یوه بل غړي عبیدالله بارکزي زوی حفیظ‌الله بارکزی شامل دي.

حاجي انور زیاته کړه:

"په وژل شویو کې د معلم ميرولي دوه لمسیان، یو یې وراره او نور شناخته کسان‌یې شهیدان شوي دي، ټول اته کسان شهیدان شوي، یو د بارکزي صیب زوی حفیظ‌الله بارکزی هم شهید شوی، د وکیل صیب یوازې پښې ژوبلې شوي دي."

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي او عیني شاهدان وايي چې دغه برید سخت وېرولي او ټوله شپه‌یې په ویښه سبا کړې ده.

یو تن ازادي راډیو ته وویل:

"د ډزو اوازونه وو، له هرې خوا ډزې کېدلې، ټول وېرېدلي وو، زه خپله بام ته پورته شوم چې ومي‌لیدل له هرې خوا ډزې کېږي بېرته ښکته شوم. تر نه او لسو پورې ډېره شدیده جګړه وه، قوي انفجارونه کېدل، تر څلورو بچو پورې یو یې ژوندی وو خو امنیتي ځواکونو هغه هم وواژه، د سیمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې ټول د وکیل صیب د کورنۍ غړي او ساتونکي وو."

وسله‌‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، درې وسله‎والو د هلمند د چارواکو پر یوې مهمې پوځي غونډې حمله کړې ده او ګڼ شمېر کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

د یادونې ده دا لومړی ځل نه‌دی چې د مخالفینو له‌خوا د ولسي جرګې غړي په نښه کېږي، بلکې څو میاشتې مخکې په کابل کې د ولسي جرګې غړی شیرولي وردګ هم د وسله‎والو مخالفینو له‌خوا په یوې چاودنه کې ووژل شو.

راپور: عبادالله حنان‌زی