د ننګرهار والي نه د بار وړونکو موټرو د اتحادیې د غړو غوښتنه

د بار وړونکو موټرو د اتحادیې غړو د ننګرهار له والي د تورخم-کابل پر لویه لار له موټر چلوونکو څخه د غیرقانوني پیسو د اخیستو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د دې اتحادیې مشر طلا محمد اتمانزي وویل، له باري موټرو څخه د تورخم-کابل په لویه لار په غیر قانوني ډول ۴۳ زره افغانۍ اخیستل کېږي.

باري موټر چلوونکو په وروستیو کې په لویو لارو کې د غیر قانوني اخاذیو په اعتراض کې خپل باري موټرونه ودرول او لاریون‌یې وکړ.

د اعتراضي لاریون په ترڅ کې د باروړونکو موټرو د اتحادیې یو غړی ووژل شو.

د ننګرهار والي د اتحادیې مشر ته ژمنه ورکړه چې د وژل شوي کس، قاتل به د قانون منګولو ته وسپارل شي.