قایم: نشه‌يي توکو سره مبارزې لپاره پر نوې سټراتیژۍ کار پیل شوی

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره‌یې پر یوې نوې سټراتېژۍ کار پیل کړی دی.

دا خبره د دغه وزارت د پالېسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم پرون په هرات ښار کې د هرات، بادغیس، نیمروز، غور او فراه له والیانو سره په یوه ګډه غونډه کې وکړه.

ښاغلي قایم په عین حال کې وویل چې د افغانستان په لوېدیځ کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۸ لږ شوی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او همغږۍ مرستیال همداراز وویل چې د لوېدیځو ولایتونو په منځ کې تر ټولو زیات کوکنار په بادغیس او تر ټولو لږ په هرات کې کرل شوي دي.

افغانستان د نړۍ په سلو کې ۹۰ تریاک تولیدوي چې له کوکنارو جوړېږي.