کارپوهان: "م.م" دې د شعار پر ځای د طالبانو پر ملاتړو فشار راولي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‎خوا طالبانو ته ګواښ و او که د افغان حکومت د خوشحاله کولو لپاره شعار؟

هغه پوښتنه چې د نړيوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان ورته اشاره کوي.

دغه کارپوهان په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د يو شمېر هېوادونو مداخلې او سازشونه چې د افغانستان په جنګ کې خپلې ګټې ویني، په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو برخه کې د اصلي تصمیم نیوونکو مخه ډب کړې.

يو تن له دغو کارپوهانو څخه طاهر هاشمي وايي، که د ملګرو ملتونو سازمان په رښتيني توګه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او طالبان وسله په ځمکه کېږدي، نو په يو شمېر هغو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، روسیه باندې دې فشار راوړي څو د خپلو شخصي ګټو لپاره د دغې ډلې له ملاتړه لاس واخلي.

هاشمي: ځينې هېوادونه د افغانستان په جنګ کې خپلې ګټې ویني.

ښاغلی هاشمي زیاتوي:

"له بده‌مرغه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې يو شمېر داسې هېوادونه غړیتوب لري چې په دې برخه کې خپلې ګټې پالي، نو لومړی باید دا پوښتنه مطرح شي چې طالبان او نورې وسله‎والې ډلې چې د نړېوالې ټولنې سولې او نیکمرغۍ ته زیان رسوي له هغوی سره دوی ولې اړیکې لري؟"

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا يوه ورځ وړاندې له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې وسله په ځمکه کېږدي او پرته له کوم قید و شرطه دې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره يوځای شي.

دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو دا شان غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې په دغو ډلو د مالي محدودیتونو په اړه هم ټینګار شوی، د افغانستان د حکومت استازو هم په دغه سازمان کې د افغانستان له سرحدونو بهر د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې.

له دې ټولو سره-سره، د افغانستان حکومت د سولې بهیر ته د طالبانو د راتلو لپاره ډېرې هڅې کړي، ان تر دې چې په اوونیو- اوونیو د سولې د خبرو لپاره د ملي يووالي حکومت مشران خوشبینه وو، خو د طالبانو له لوري د سولې د خبرو د ردولو او د دغې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې تر افشا وروسته دغه لړۍ له خنډ سره مخ شوه.

خو طاهر هاشمي په دې باور دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نه‌غواړي پاکستان چې د ترهګریزو ډلو اصلي ځاله ده خپه کړي او د افغانستان برخه کې د دغې شورا پرېکړې يوازې شعارونه دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې وخت کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره يوځای شي چې په دې وروستیو کې په دې بهیر کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د داخلېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

او ان تر دې چې په دې اړه دغو هېوادونو ناستې هم کړي دي چې د افغانستان د حکومت له غبرګون سره هم مخ شوی او دا يې د افغانستان د سولې په بهیر کې مداخله ګڼلې.

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې غوښتنې هرکلی کوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې غوښتنې هرکلی کوي

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو ټینګار کوي او وايي:

"د افغانستان حکومت سوله تر ټولو غوره لار ګڼي او وايي هغه ډلې چې په سولې باور لري کولای شي د سولې پروسې سره يوځای شي او هغه ډلې چې جګړه کوي افغان امنیتي ځواکونه اماده دي چې ورسره هر ډول مقابله وکړي."

خو د نړیوالو اړیکو کارپوه لطیف نظري بیا په دې باور دی چې که د ملګرو ملتونو امنیت شورا په عملي توګه طالبان د سولې خبرو ته راکاږي او افغان حکومت له دغه فرصته ګټه واخلي نو د طالبانو سره د سولې خبرو وخت رسېدلی دی او د دغې ډلې په وړاندې جنګ به هېڅ نتیجه ونه‌لري.

په ورته وخت کې وسله‌والو طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې غوښتنې په اړه څرګندونې نه‌دي کړي.

راپور: واصل وصال