ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه

د افغانستان ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه رد کړه.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن په عمومي جلسې کې وویل چې د بودجې طرحه د ولايتونو تر منځ د توازن د نشتوالي او ځينو نورو ستونزو له امله رد شوه.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه هېواد د راتلونکي کال بودجه ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده‌یې عادي او ۱۷۸ میلیارده‌یې پرمختیایي بودجه ده.

مشرانو جرګې تر دې وړاندې د بودجې طرحه تائید کړې ده.