انتخاباتو کې د مدني ټولنو د ونډې په زیاتېدو ټينګار وشو

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په انتخاباتو کې د مدني ټولنو د ونډې په زیاتېدو ټينګار کوي.

د دغه کمېسیون رئیس عبدالعزیز اریایي نن له مدني ټولنو سره د همغږۍ غونډه کې وویل، که په انتخاباتو کې د مدني ټولنو ونډه له پامه وغورځول شي د تېر په څېر به راتلونکي انتخابات هم له ستونزو او ناکامۍ سره مخ شي.

له بلې خوا د انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو استازي وایي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید د مدني ټولنو پریکړو او نظرونو ته پاملرنه وکړي.