په اداري فساد کې د تورنو کسانو علني محکمه روانه ده

په اداري فساد کې د تورنو کسانو علني محکمه نن د اداري فساد د درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضایي مرکز کې روانه ده.

په‎ دې برخه کې مؤظف څارنوال عتیق‎الله د محاکمې له پیله مخکې ازادي راډيو ته وویل چې په‎ دې علني محکمه کې ۹ تنه د ۲۴ میلیونه افغانیو د اختلاس په تور محاکمه کېږي.

نوموړي وویل چې په دوی کې څو تنه‌یې د ملي بانک او میوند بانک پورې اړه لري.

تر دې وړاندې د پنځوس زره افغانۍ رشوت په تور د یوه پوځي څارنوال او د یوه کس له حسابه د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د ایستلو په تړاو د بانک د یوه کارکوونکي علني محاکمه ترسره شوې ده.