د کورنیو چارو وزارت لږ تر لږه ۹۸ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول

د کورنیو چارو وزارت پرون سې شنبه لږ تر لږه ۹۸ ټنه مخدره مواد وسوځول.

په‎ دې وزارت کې له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي خبریالانو ته وویل چې ګڼ شمېر مشکوک کسان له ‎دې موادو سره نیول شوي دي.

باز محمد احمدي زیاته کړه:

"موږ لږ تر لږه ۸۰۰ مشکوک کسان چې ښځې او نارینه دي، له ‎دې موادو سره د تړاو په تور نیولي دي."

اسوشیټېډ پرېس وايي، په‎ دې موادو کې زیات تاریاک او یوه اندازه چرس، هیروین او الکول وو.

د مخدره موادو دا انبار د کابل ښار په څنډه کې سوځول شوی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې شاوخوا ۹۸ ټنه نشه يي توکي وسوزول شول