مېرکل: د برلین پېښه ښایي یو ترورېستي برید وي

د جرمني صدراعظم انګېلا مېرکل وایي، د برلین په کرسمس بازار کې د تېرې شپې پېښه چې ۱۲ تنه په‌کې ووژل شول، ښایي یو ترورېستي برید وي.

دا پېښه د برلین په لوېدیځ کې په یوه ګڼه ګوڼه مارکېټ کې وشوه.

د جرمني چارواکي وایي، د یوې لارۍ چلوونکي په قصدي ډول په هغه لور حرکت کړی چې د خلکو ګڼه ګوڼه وه او لسګونه کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي.

دغه کس پولیسو نیولی دی.

روېټرز خبري اژانس د جرمني د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې د لارۍ چلوونکی د پاکستان وګړی و چې تېر کال جرمني ته رسېدلی وو.

دغه ۲۳ کلن پاکستاني په برلین کې د کډوالو په یوه لیلیه کې ژوند کاوه.

دوهم کس چې د لارۍ چلوونکي څنګ ته ناست و، ویل کېږي د پولنډ و او په سیمه کې وژل شوی دی.

د پولنډ یوه ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه لارۍ موټر د پولنډ د یوه ټرانسپورټي شرکت و.