ننګرهار چارواکي: هسکه مېنه کې بې‌پیلوټه الوتکې ۸ داعشیان وژلي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په حمله کې اته داعش وسله‎وال وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې داعش ډلې ته دا مرګ ژوبله تېره ورځ د نرۍ اوبو ساحه کې اوښتې ده.

هسکه مېنه او اچین د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې داعش وسله‎وال په‌کې فعال دي او وخت ناوخت د افغان او بهرنیو ځواکونو له‌خوا پرې هوايي حملې کېږي.