کابل کې د کوچیانو د ستونزو د اورېدو غونډه جوړه شوه

په کابل کې د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست د کوچیانو د ستونزو د اورېدو غونډه جوړه کړه.

د کوچیانو د چارو د سمون لوی رئیس دلاور فیضان په جوړې شوې غونډه کې وویل چې د کوچیانو ستونزې به له ولسمشر او نورو چارواکو سره شریکې کړي.

دغه غونډه د سې شنبې په ورځ جوړه شوې وه او د هېواد د مرکزي زون د کوچیانو په لسګونو مشرانو، مخورو او د ولسي جرګې ځینو غړو برخه په‌کې اخیستې وه.

کوچیان وايي، د څړځایونو ، سیارو ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو نه‌شتون او د تذکرو نه‌لرل، د دوی عمده ستونزې دي.