فېروز: پولیو ویروس ډیورنډ کرښې ته نېږدې ولایتونه ګواښي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، تر کومه چې په پاکستان کې د پولیو ویروس مخنیوی ونه‌شي، په هېواد کې له دې ناروغۍ سره مبارزه به ستونزمنه وي.

فیروزالدین فیرزو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه ویروس تر ډېره د افغانستان هغه ولایتونه ګواښي چې ډیورنډ کرښې ته نېږدې پراته دي.

دی زیاتوي:

"زموږ ماشومان د دې وړ نه‌دي چې دوی فلج شي، له بده مرغه افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو نه‌ دي چې د ګوزڼ پېښې په‌کې لیدل کېږي، تر هغې چې پاکستان دغه پېښې له‌منځه یونه‌سي، افغانستان به ونه‌توانېږي."

له دې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې روان کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ نېږدې ۱۳ پېښې ثبت شوي چې ډېری یې په هغو سیمو کې دي چې راستانه شوي کډوال په‌کې اوسېږي.