ستانکزی: د بودجه طرحه د بحث لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کېږي

د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړي وايي چې بله اوونۍ به د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې طرحه د بحث لپاره عمومي غونډې ته وړاندې شي.

د دغه کمېسیون غړي محمد اکبر ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون تر پلټنو وروسته معلومه شوه چې بودجه تر ډېره نامتوازنه ده او امکان لري رد شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"راتلونکې اوونۍ د ملي بودجې طرحه عمومي غونډې ته وړاندې کېږي، د کمېسیون نظر چې اخیستل شوی، امکان لري په اکثریت بودجه رد شي."

د مالیې وزارت د چارواکو په وینا د ۱۳۹۶ لمریز کال ملي بودجه په مجموع کې ۴۶۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۸۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۷۸ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودجه په پام کې نیول شوې ده.