فخري: د اداري فساد په ترویج او پراختیا کې بهرنیان لاس لري

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې رئیس وايي، په افغانستان کې د اداري فساد په ترویج او پراختیا کې بهرنیان لاس لري.

د دې ادارې رئیس سید حسین فخري نن ازادي راډیو سره په خبرو کې د سیګار د مشر وروستۍ څرګندونې تائید کړې چې ویلي و، یوازې افغانان نه بلکې بهرنیان هم د افغانستان په اداري فساد کې ښکېل دي.

ښاغلی فخري وايي، هغه بهرنیان چې افغانستان کې په فساد کې ښکېل دي باید ترې عدلي او قضايي پلټنې وشي.

ښاغلی فخري زیاتوي:

"هیله مې ده چې دا ډول قضیې تقویه شي هغه بهرنیان چې په فساد کې ښکېل دي په افغانستان کې ترې قانوني پلټنې وشي او د هغوی کورني شریکباڼي هم معلوم شي."

ښاغلی فخري ټینګار کوي چې افغان حکومت له نړیوالو بنسټونو او مؤسسو سره داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې د فساد پر ضد ګډه مبارزه وشي.