هلمند چارواکي: د لښکرګاه په تازه پیل شویو عملیاتو کې پرمختګ شوی

د هلمند چارواکي وايي، د لښکرګاه پر شاوخوا په تازه پیل شویو عملیاتو کې يې پرمختګ کړی دی.

د افغان ځواکونو یو شمېر قوماندانانو ازادي راډیو ته وویل، وسله‌وال مقاومت نه‌کوي او سیمې پرېږدي.

تر اوسه ویل کېږي افغان ځواکونو د لښکرګاه پر شاوخوا څو کېلو متره پرمختګ کړی دی او عملیات دوام لري.

دا عملیات په داسې حال کې پيل شوي دي چې تر دې وړاندې د قهر میوند او شفق دوهم په نوم عملیاتو چندان پرمختګ نه‌درلود.

نور تفصیل د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند راپور