هلمند کې یو ځانمرګی برید کوونکی نیول شوی

په هلمند کې یو ځانمرګی برید کوونکی نیول شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو تن چې د چاودېدونکو توکو ډک واسکټ‌يې په ځان پورې تړلی و او غوښتل‌يې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي نیول شوی دی.

عمر ځواک ازادي راډیو ته تېره شپه وویل برید کوونکی د لښکرګاه ښار اړوند د بُست تصدۍ پر شاوخوا د ملي امنیت د ځواکونو له‎خوا نیول شوی دی او تر پوښتنو لاندې دی.

هغه وویل، تر اوسه‌يې دقیق هدف نه‌دی معلوم، خو تر پوښتنو وروسته به نور جزئیات رسنیو ته ورکړي.

وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.