مسلمیار: عدلي او قضایي ارګانونه دې د ایشچي قضیه جدي وڅېړي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس ټينګار کوي چې عدلي او قضایي ارګانونه باید د احمد ایشچي قضیه په جدي ډول وڅېړي.

فضل الهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومې غونډه کې په دې اړه وویل:

"دا سمه ده چې که جنرال دوستم د جمهور رئیس لومړی مرستیال دی نو، یو فرد هم دی. عدلي او قضايي ارګانونه دې موضوع د چا له امتیازه پرته وڅېړي. له هغې وروسته به موږ خپل دریځ اعلان کړو."

د مشرانو جرګې ځینو غړو بیا د نن ورځې غونډه کې ټينګار وکړ چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال دې د قانون او عدالت له مخې مجازات او له دندې ګوښه شي.

احمد ایشچي ادعا کوي چې د عبدالرشید دوستم کسانو د بُزکشۍ له میدانه تښتولی، پنځه ورځې یې دوستم په شخصي زندان کې اچولی بیا یې شکنجه کړی.

خو د ښاغلي دوستم دفتر لګیدلي تورونه بې بنیاده او یوازې یوه توطئه بللې ده.