مستغني: مسکو کې به د چین، پاکستان او روسیې غونډه نتیجه ورنکړي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي په روسیه کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه د چین، پاکستان او روسیې درې اړخېزه غونډه به نتیجه ونه لري.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل، هره هغه هڅه چې په دغه هیواد کې د وضعیت د ښېګڼې برخه کې کېږي باید د افغانستان په مشرۍ تر سره شي.

"له افغانستان پرته به دا شان ناستې بې ګټې او بې نتیجې وي، هر هغه ناسته چې د افغانستان د وضعیت په اړه کېږي باید افغانان په کې وي او د دوی په رهبرۍ جوړه شي."

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نېټه په مسکو کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت تردې مخکې ویلي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وشي.