مشرانو جرګه: د ژمي په راتلو باید ناامنو ولایتو کې عملیات وشي

د افغانستان مشرانو جرګې اداري پلاوی ټينګار کوي چې د ژمي په راتلو سره باید د هېواد په ناامنو ولایتونو کې پراخ پوځي عملیات ترسره شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې نن یې د جرګې مشري کوله په دې اړه وویل:

"دولت باید په دې برخه کې خپله پریکړه وکړي څو موږ د تېر په څېر د ناامنیو شاهدان ونه وسو، تېرکال چې موږ په بېلابېلو ولایتونو د کومو ناامنیو شاهدان و ، بیا تکرار نه شي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د شفق ۲ پوځي عملیات له تېرې نېږدې یوې میاشتي راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې روان دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم تردې وړاندې ویلي چې په دغو پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونو د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.