مستغني: د افغانستان وضعیت په اړه به د مسکو غونډه بې ګټې وي

د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ناسته، خو دا ځل په دغه ناسته کې چې ډېر ژر به په روسیه کې جوړه شي افغان چارواکو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

افغان حکومت هم د دغې ناستې په اړه غبرګون وښود او وايي چې د افغانستان له ګډون پرته به د چین، روسیې او پاکستان درې اړخېزه غونډه کامیابه نه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هره هغه هڅه چې په دغه هېواد کې د وضعیت د ښېګڼې برخه کې کېږي باید د افغانستان په مشرۍ تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"له افغانستان پرته به دا شان ناستې بې ګټې او بې نتیجې وي، هر هغه ناسته چې د افغانستان د وضعیت په اړه کېږي باید افغانان په کې وي او د دوی په رهبرۍ جوړه شي."

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او پاکستان درې اړخېزه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه په مسکو کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې بیجنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات په خاطر له پاکستان سره په اړیکه کې دی.

مسکو په وروستیو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښه ښودلې او منلې یې ده چې د داعش په وړاندې له وسله والو طالبانو سره اړیکې نیولي دي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه او چین باید د افغانستان وضعیت ته د پاکستان له عینکو ونه ګوري.

وطن دوست وايي چې د چین، روسیې او پاکستان ناسته به له افغان چارواکو بغیر ګټوره نه وي

عبدالقادر ځاځي وطن دوست وايي چې د چین، روسیې او پاکستان ناسته به له افغان چارواکو بغیر ګټوره نه وي او دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

نوموړی وايي:

"څو چې افغانستان په کې حضور ونه لري هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د سرنوشت په اړه خبرې وکړي او که دغه هېوادونه ځانته غونډې کوي او افغان په کې برخه ونه لري موږ یې غندو او مخالفت یې کوو، دا د دغه هېوادونو لپاره هم ښه نه دی، دا مستقیمه لاس وهنه ده."

افغانستان تل ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه ناستې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي چې د سیمې او نړۍ هېوادونو هم تر دې مخکې د کابل له دې سیاسته ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د وضعیت په اړه د مسکو، بیجنګ او اسلام‎اباد درې اړخېزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ناامنۍ په دغه هېواد کې پراخې شوي او د طالبانو تر څنګ یو شمېر نورو مخالفو ډولو او داعش هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.