په کونړ ولایت کې به ډیر ژر د لرګیو د پخو موادو د لېږد پروسه پیل شي.
د کونړ د والي ویاند عبالغني مصم د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې خبرې دوام لري څو پرته له ګمرکي محصوله کړکۍ، دروازې، موبل فرنیچر او نور پاخه مواد له یوځای څخه بل ځای ته انتقال شي.
له دې مخکې په کونړ کې پاخه موادو ته اجازه نه ورکول کېده چې له یوه ځایهبل ځای ته انتقال شي.
د کونړ د والي ویاند د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې زیات شمېر ځنګلونه موجود دي او هم په سلګونه د نجاریو فابریکې فعالیت لري.