فرهنګیان: د فرهنګ ځپنې لامل څه دی؟ له حکومته یې ځواب غواړو

یو شمېر فرهنګیان او هنرمندان راټول شوی وو ترڅو د ملي وحدت حکومت رهبرانو ته د جنګ له سیوري نه د فرهنګ او هنر د ژغورلو پیغام ورسوي.

د دغو هنرمندانو له ډلې انجینیر لطیف احمدي وايي، په کراتو یې له حکومته غوښتي چې د سینما هنر او دغه شان ادبي او هنري فرهنګ د جنګ له سیوري وژغوري، خو د ده په وینا د یادو غوښتنو پر ځای، فرهنګ ځپنه په قصدي ډول دود شوې ده.

احمدي وايي، یو شمېر کورني او بهرني کړۍ د فرهنګ ځپنې برخه کې لاس لري

ښاغلی احمدي وايي، یو شمېر کورني او بهرني کړۍ د فرهنګ ځپنې برخه کې لاس لري:

"د ملي وحدت حکومت څخه دا ډول پوښتنې لرو: د دغه فرهنګ ځپنې عوامل واضح کړي، بې فرهنګه ښېښه یې ماڼیو ته ترجیح ورکوي یا فرهنګي ټولنې ته، قومیت، سیاسي شعارونه او د بهرنیانو اشارې د دې لامل شوي چې زموږ کلتور په تیارو کې وساتل شي."

په وروستیو کلونو کې د سینما هنر او هنرمندانو ته د پاملرنې نه کول هغه څه دي چې د یو شمېر فرهنګيانو په خبره دوی یې له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، د هنر او فرهنګ د ژوندي ساتلو لپاره یې له خپلو شخصي امکاناتو ګټه اخېستي او ټینګار کوي چې یو شمېر کړۍ شته چې په قصدي ډول غواړي دغه پدیده دغه شان د رواني جنګ تر سیورۍ لاندې راولي، څو افغانستان له دغه لارې په تیارو کې پاتي شي.

بل‎خوا د افغانستان د فرهنګ د بنسټ مسؤل او بنسټ ایښودونکي فقیر میوند په دې برخه کې د رسنیو رول مهم بولي.

دی وايي، د افغانستان رسنۍ د فرهنګي ستنو د بیا رغولو برخه کې خپل رول ادا کړي.

د افغانستان د فرهنګ د بنسټ مسؤل او بنسټ ایښودونکي فقیر میوند

ښاغلی میوند زیاته کړه:

"دغه رواني جنګ د افغانستان دننه خپله د افغانستان پر ضد کارول کيږي، زه هېله مند یم چې د دې روانې جګړې پرځای د ملي وحدت حکومت د فرهنګ او هنر رواجولو ته پاملرنه وکړي، پرته له سیمنا موږ نه شو کولای چې په ټوپک او جګړې دغه هېواد وژغورو."

دغه فرهنګیان او هنرمندان دغه شان د فرهنګیانو پر بنسټونو او په ملي شورا هم انتقاد کوي.

خو ایا په رښتیا هم افغان حکومت د فرهنګ او هنر د ودې په برخه کې بې علاقې دي؟

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات وايي، دوی د دغه پدېدې د ژوندي ساتلو او د سینما هنر د ودې، فرهنګ او ادبي پروګرامونو د پراختیا په هدف یوه طرح برابره کړې چې راتلونکي کال به عملي شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"د افغانستان د فرهنګ برخه کې چې په بېلابېلو برخو ویشل کېږي، باید لازم خدماتونه ورته وکړو او مخ ته لاړ شو او همدا راز موږ د ۱۳۹۶ کال لپاره یوه طرح جوړه کړې چې په هغې کې د بهرنیو فلم جوړونکو جلبول او د سینما لپاره په نوي ټکنالوژۍ سره د پروګرامونه جوړول دي، که زموږ هنرمندان او د سینما کارکوونکي وخت نه لري زه په خپله د هغوی دروازو ته ورځم څو د هغوی حقوق پرځای کړو."

دغه فرهنګیان وايي، بهرني هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د افغانستان فرهنګ له منځه یوسي او دغه هېواد د رواني جګړې په میدان بدل کړي.

دوی ټینګار کوي چې باید افغان حکومت له هرې ممکنه لارې چې وي د فرهنګ د پرمختګ په برخه کې کار وکړي او پرې نه‎ږدې چې د افغانستان دښمنان یې د جګړې او بدبختیو تر سیورۍ لاندې وساتي.

Your browser doesn’t support HTML5

فرهنګیان: د فرهنګ ځپنې لامل څه دی؟ له حکومته یې ځواب غواړو

راپور:ابراهیم صافی