پاکستان کې ۱۳ تروریستان په اعدام محکوم شوي

د پاکستان پوځ وایي، دیارلس تروریستان په اعدام محکوم شوي دي.

د پوځ په خبره دوی په هغو بریدونو کې لاس درلود چې سلګونه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

دا اعلان په پیښور کې د هغه برید د دوهمې کلېزې په مناسبت شوی دی چې په پیښور کې د پاکستاني طالبانو له‎خوا پر یوه ښوونځي وشو او د ۱۵۴ تنه وژل شوېو کسانو څخه ډېری یې د ښوونځي ماشومان وو.

تر هغه برید وروسته د پاکستان پوځ په هغه هېواد کې د وسله‎والو ډلو په وړاندې پراخ عملیات وکړل.

د پاکستان پوځ وایي،په اعدام محکومو شوېو کې هغه کسان شامل دي چې په چارسده کې یې د باچا خان پر پوهنتون بریدونه پلان او عملي کړي وو، په راولپنډۍ کې یې پر یوه جومات، په اسلام‎اباد کې پر ماریوت هوټل او داسې نورو بریدونو کې لاس درلود.