ایشچي وايي په وړاندې یې جنایت کوونکي دې مجازات شي

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي یو ځلي بیا ټینګار کوي چې د ده په وړاندې جنایت کوونکي باید مجازات شي.

ښاغلي ایشچي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې قضیې په اړه یې ټول معلومات د لویې څارنوالۍ له هئیت سره شریک کړي او هیله يې څرګنده کړه چې دغه قضیه په پوره شفافیت او هر اړخېز ډول وڅېړل شي.

"زه غواړم چې قانون پلی شي، زه په دې ژمن یم چې باید د حیثیت اعاده وشي او هغه کس په ما دغه ظلم او جنایت یې کړی باید مجازات شي."

تردې وړاندې لویې څارنوالۍ ویلي چې د ښاغلي ایشچي د قضیې په اړه څېړنې پیل شوي دي.

د جوزجان پخواني والي انجنیر احمد ایشچي چې پنځلس ورځې په بند کې و ادعا کړې چې لومړې پنځه ورځې جنرال دوستم په خپل کور کې بندي کړی و او د وهل ټکولو تر څنګ یې د جنسي تیري اکټونه هم پرې کړي دي.

خو د ښاغلي دوستم دفتر دغه تورونه رد کړي دي.