۵ پوښتنې چې ټرمپ ورسره د افغانستان په مسئله کې مخ دی

نیشنل انټرسټ خپرونې هغه پینځه پوښتنې مطرح کړي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره د افغانستان په مسئله کې مخامخ دی.

لومړی پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د امریکا حضور ته تر څومره وخت پورې اړتیا ده؟

د دې پوښتنې ځواب ۵۰-۵۰ دی .په پخوانیو ترسره شوو نظر پوښتنو کې یو شمېر امریکایانو له افغانستانه په بشپړه توګه د وتلو غوښتنه کړې خو پوځي چارواکي او هغه جنرالان چې په افغانستان کې د جګړې مشري کوي له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو په اړه د یوه مهالویش د اعلان سرسخت مخالف دي.

د نېشنل انټرسټ خپرونې په لیکنه دوهمه پوښتنه دا ده چې د امریکا کانګرس به ترڅه وخت پورې افغانستان سره مالي مرستې تصویبوي؟

خپرونه ځواب ورکوي او لیکي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې ۱۱۵ میلیارده ډالر لګولي چې له ۲۰۰۹ کال وروسته د دې پیسو نیمايې پر افغان پوځ او پولیسو مصرف شوی دي.

خپرونه زیاتوي:

له ۲۰۱۸ کال وروسته به امریکا تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې هر کال له اتو تر نهه سوه میلیونه ډالر پر افغان امنیتي ځواکونو لګوي او واشنګټن به د افغان سرتېرو د لګښتونو ۲۱ په سلو کې پر غاړه واخلي.

نېشنل انټرسټ دریمه پوښتنه مطرح کوي او لیکي:

ایا اوسنی ولاړ حالت په افغانستان کې د امریکا لپاره غوره انتخاب دی؟

د مقالې لیکوال وايي، یوازې د روان میلادي کال په لومړنیو اتو میاشتو کې څه د پاسه پینځه نیم زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي او شاوخوا ۱۰ زره نور ژوبل دي.

څلورمه پوښتنه دا ده چې ایا امریکايي پیلوټانو او سرتېرو ته په افغانستان کې زیات صلاحیتونه ورکړل شوي دي؟

خپرونه وايي، منتخب ولسمشر ټرمپ کولای شي دا صلاحیتونه وساتي او یا د افغان ځواکونو په هوايي ملاتړ پراخولو سره يې زیات کړي.

د نېشنل انټرسټ خپرونې په لیکنه د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د افغانستان په مسئله کې پینځمه پوښتنه دا ده چې ایا سیګار یا د امریکا د سرمفتش اداره پر ځای پاتې شي او که له منځه یوړل شي؟

مخکې له دې چې منتخب ولسمشر ټرمپ په دې اړه پریکړه وکړي باید پوه شي چې د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې د امریکا په مالي ملاتړ ځیني پروژې او اړوند فعالیتونه له امریکایانو پټ ساتل شوي دي.

خپرونه د مقالې په پای کې لیکي:

د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر وړاندې جدي بحث دا دی چې ایا په افغانستان کې د امریکا اهداف پوره کیدای شي؟

د نېشنل انټرسټ په وینا مخکې له دې چې ناوخته شي باید دا پوښتنه ځواب شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له جرمني څخه د ۳۴ افغان پناه غوښتونکو د ایستلو موضوع پورته کړې ده.

نیویارک ټایمز د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکي:

افغانستان ته بېرته استول شوي پناه غوښتونکي او کډوال هغه کسان دي چې د قتل،تجاوز او نه شي موادو څخه د استفادې په ګډون يې لوی جرمونه ترسره کړي دي.

نیویارک ټایمز د دغو بېرته استول شوېو کډوالو څرګندونې خپرې کړي دي چې وايي، جرمني ته د رسېدو لپاره يې زیاتې پیسې مصرف کړي او کلونه کلونه يې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی.