سمر: د جنګي مجرمینو محاکمه کې دولتي بنسټونه پاتې راغلي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون محکمو ته د جنګي مجرمینو او بشري سرغړونکو په راکشولو کې دولتي بنسټونه په پاتې راتلو تورنوي.

د دغه کمېسیون رئیسې سیما سمر د جګړو د قربانیانو د خاطراتو د نندارتون په ځنډه کې د ازادي راډیو د یو سؤال د پوښتنې په ځواب کې وویل، دغه کسان د ولسمشر په شاوخوا راټول دي او ښاغلي غني هغوی نه‌پېژني.

نوموړي وویل:

"فکر کوم هغه کسان چې د ولسمشر په شاوخوا کې دي هغه‌یې نه‌پېژني، په دې برخه کې مسؤلیت نه‌لري، ټول افغانان‌یې پېژني، تر اوسه په افغانستان کې د جنګي مجرمینو او بشري سرغړونکو په تور هېڅ‌څوک هم نه‌دي محکمه شوي چې دا د دولت بې‌وسي ده."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بشر د حقونو کمېسیون او نور بنسټونو له بشري حقونو څخه د ملاتړ برخه کې په انتقالي عدالت ټینګار کړی دی.