امنېسټي انټرنېشنل: د "ایشچي" تورونه باید بې‌پرې وڅېړل شي

د بحښنې نړیوالې ټولنې یا امنېسټي انټرنېشنل پرون چهارشنبه وویل د افغانستان پر مرستیال ولسمشر د جوزجان ولایت د پخواني والي احمد خان ایشچي تورونه باید په خپلواک، بې‌پرې او فوري ډول وڅېړل شي.

احمد خان ایشچي له خوشې کېدو وروسته ادعا وکړه چې د مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم د کسانو له لوري برمته شوی، وهل شوی او دغه‌راز د جنسي تجاوز امر شوی دی.

د افغانستان حکومت ویلي چې دا قضیه به عدلي او قضايي ارګانونو ته د څېړلو لپاره وسپاري.

د بخښنې نړیوالې ټولنې د افغانستان د چارو څېړونکې حوریې مصدق ویلي، د دې لپاره چې دا تورونه د افغانستان د حکومت پر یوه جګ‎پوړي چارواکي لګېدلي، د لا اندېښنې وړ دي.

د جنرال عبدالرشید دوستم ویاند د احمد ایشچي تورونه رد کړي دي.